IQNA

ملګري ملتونه دې  په سسټماټيک شوي توکمپالنې غوروکړي

6:40 - November 16, 2023
د خبر لمبر: 3488280
ایکنا-(نیویارک) د ملګروملتو د بشري حقوقو یوه کارپوه پر ملګروملتو غږ وکړ، څو په سسټماټيک شوي توکمپالنې دې ارزونه وکړي.
ملګري ملتونه دې  په سسټماټيک شوي توکمپالنې غوروکړي

ایکنا نیوز دجسور پُسټ له قوله راپور راکړ، د بشري حقوقو یوه کارپوه له ملګروملتو وغوښتل  څو خپلې هڅې دې له دوامدارې سسټماټيک شوي توکمپالنې سره د مقابلې لپاره زیاتې کړي.

د ملګروملتو ځانګړي رپورټرې میرمن آشوینی کاي بی د امریکا  په متحده ایالاتو کې دنورو دنه زغملو، پرَدي شونه  او د توکمپالنې  داوسنیو شکلونو په باب ووئيل، متحده ایالات  له توکمپالنې او توپيرپالنې سره په مبارې کې په یوه حساس دوه لاري  ولاړ دي.

د ملګروملتو ملتو ددغې خپلواکه  کارپوهې څرګندونې  په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې  او په نیویارک کې د ملګروملتو  په مرکز کې امریکا ته له ۱۴ورځني سفره وروسته بیان شوي دي.

 میرمن آشوینی ووئيل، د توکمپالنې او توپير پالنې  موضوع ته  په وروستیو کلونو کې  په زیاتیدونکی توګه پام ورآوښتی دی.هغې ووئيل، په امریکا کې د جارج فلویډ وژله  او دغه شان دنورو ډیرو  تورپوستو وژله، نابرابر توکمونو  د کوویډ ۱۹ډوله ناروغۍ څخه اغیزمنیدا، او په ۲۰۲۰کال کې د توکمپال عدالت  په باب پراخ اعتراضونه ،  امریکایانو ته د توکمپالنې د سسټماټیک شوو دوامدارو  موردونو د ځينو حقایقو په باب یادونه کوي.

هغې دغه راز ووئيل، زما په سفر کې په بشپړ ډول واضحه وه چې ډیری تر اوسه پورې  له  توپيري چلندونو او سسټماټیکې توکمپالنې سره لاس او ګریوان دي .

د ملګروملتو دغې ځانګړي رپورټرې  دتوکمپالنې سره د مبارزې لپاره د ا مریکا په حکومت کې دشوو اقداماتو په باب  هم ووئيل،  د متحده ایالاتو دحکومت په وسیله ترسره شوي نوښتونو تردې دمه  دزیاتره بدل شوو کسانو د ژوند په تجروبې کې  دپام وړ پرمختګونه نه دي لیدل شوي  او په کافی اندازه  د سپين پوستو د برلاسي  او د هغو  تاریخي انګیزو په موضوع چې د توکمپالنې او توپير پالنې  د اوسمهاله شکلونو ملاتړ کونکي  دي، په کافی اندازه غور نه کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4182151 

captcha